Banner

زه حماسه د هنر روح ګڼم/ له درمل سره مرکه

22.08.2008 07:43

دويمه برخه

پوښتنه: فکر کوم چې نظم د خيالاتو د اظهار لپاره يوه ښه وسيله ده، بيا په خاصۀ توګه ازاد نظم چې شاعر پکې خپل خيال په ډېره ښه توګه نغاړلی شي، ايا دلته ازادشعر ليکل د بند شعر په نسبت ښېګړه نلري؟
ځواب: هو رښتيا هم په غزل کې خو دشاعر نيم خيال په قافيه او رديف کې مصرف کيږي؛ نو د همدې لپاره ازاد شعر د قيودو د ماتېدو لپاره راغلی دی او دا په ايران کې د يوې ښځې ابتکار دی. په مقيده شاعرۍ کې د شاعر خيال ځايول ستونزمن کار دی. ازاد شعر د همدې ضرورت لپاره جوړ شوی دی که همدا ضرورت پکې رفع نشي بيا د شعر هيڅ مانا نشته؛ نو ستاسو خبره سمه ده، چې ازاد شعر د ډېرو ژورو او فلسفي خيالاتو او فکرونو د اظهار لپاره يوه ښه ذريعه ده؛ خو يوه خبره په ازاد نظم کې هم کولی شو، ځينې خلک چې د غزل يانې مقفی شاعرۍ نه ستړي شي؛ نو په دې پلمه ازاد شعر ته ځان راوباسي چې زماخيال ښه پکې ځاييږي، پسرلی صاحب وايي: کله چې موږ د مقفی شاعرۍ نه نظم ته پنا وړو؛ نو قافيه مو نيمګړې کيږي، وزن مو نيمګړی کيږي، رديف له لاسه ورکوو، د دې په بدله کې به په ازاد شعر کې داسې يو نعم البدل پيدا کوو، چې د دې شيانو هغه نيمګړتيا پوره کړي. که تش په نامه ازاد نظمونه ليکي او دقافيه او رديف ماتولو ته يې چل جوړ وي، زما په اند دا څه نوښت نه دی، اصل کې دشاعر زور په مقيده او بنده شاعرۍ کې مالوميږي. کا د چا فکر لوړ وي هغه خپل زور په بند شعر کې هم ښودلی شي. بيا هم ستاسو خبره زه درسره منم چې که څوک شاعر وي د هغې مخې ته داسې خيالونه موسکي موسکي کيږي او هغه نشي کولای چې په بند شعر کې يې ځای کړي، د هغه لپاره ازاد شعر ډېر ښه قالب دی.
پوښتنه: چې د شعر خبره شوه راځو د پکتيا شاعرانو ته، د دوی راتلونکې څنګه ګورئ، څومره هيله ورته کيدای شي د شعر يا د نثر په برخه کې؟
ځواب: پخوا ما فکر کاوه ، چې  د پکتيا غرييزه زمکه  د ادب او هنر د کر زمکه نه ده، که تاسو ليدلی وي، ډېر شهکار ادب  د ګرمو سيمو د خلکو وي په هغو سيمو کې چې ډېره ګرمي نه وي، يا به يې مثال د امريکې ورکړو، ګورئ هلته تخنيک ډېر پر مخ تللی دی، خو په ګرمو سيمو کې بيا ادب او هنر ډېر پر مخ تللی دی. لنډ مثال به يې زموږ دافغانستان درکړم، چې ښه شخصيتونه په ننګرهار او کندهار کې دي، پوهان په شعر او ادب باندې د هوا او اقليم اثر هم له نظره نه غورځوي.
پوښتنه: سمه ده خو که مونږ د همدې پکتيا مثال ورکړو، چې شاعران او ليکوال يې د وخت او حالاتو سره سم يوه بل هېواد ته کډه شوي دي لکه پاکستان او ايران هلته يې شعر ويلی دی او ليکل يې کړي دي هلته خو نسبتا هوا ګرمه ده او....؟
ځواب : خو همدا کيسه ده، يوه وجه همدا هم کېدای شي، زه خپله چې په کندهار يا پېښور کې يم ډېر شعرونه ليکم؛ مګر اريوب ډېر ښکلی دی، ډېر شاعرانه او سندريز دی، زه چې هلته لاړ شم ډېر څه  نشم ليکلای؛ نو  هجرتونو او مسافريو دا کار کړی دی، چې خلکو ته يې  د شعر او ليک لپاره ښه زمېنه برابره کړېده. اوس چې سړی د پکتيا شاعران وګوري ډېره تمه ورته کيږي، په ځوانانو کې د احساساتو يو توپان راپارېدلی دی د ژبې او ادب سره د مينې، اوس ډېر خلک کوښښ کوي، چې د ژورناليزم او ادبياتو پوهنځي ووايي. پرته له دې ښکلي شاعران دي، چې په ډېر کم عمر کې کتابونه چاپ کوي او مجلې خپروي، ژباړې کوي نثر ليکي؛ خو بيا هم د نثر پانګه يو څه کمزورې ده؛ خو سړی ترې نهيلی کېدای نشي؛ خو زه هيله لرم، چې ځوانان به په راتلونکي کې ښه نثر لکه کيسې، داستانونه، ناولونه او نور څه وليکي، ډېر ښکلي  شاعران شته چې پوره تمه ورته کېدای شي، د پکتيا د ځوانو شاعرانو نه زه بيخي زيات مطمين يم.
پوښتنه: نومونه يې اخيستلی شئ راته؟
ځواب: په ځوانانو کې که ووايم د کړاو منګل شعر او ملنګي مې ډېره خوښيږي، کړاو په شعر کې هم يو ملنګ دی د ډېر لوی شاعر خويونه پکې دي، که څه هم ځينې خلک به د دده له ټولنيز ژوند سره جوړ نه وي؛ خو ما ته يې هغه ټولنيز ژوند هم خوند راکوي، د يوه طبيعي شاعر په توګه له ټولنې او ژوند سره چلند کوي، کړاو چې ما لا ليدلی نه و، د دوی شعر ته مې هم داسې په جدي توګه نه کتل، دومره مې نه خوښېده؛ خوچې کله مې دی مخامخ وليد له شخصيت نه يې هم ډېر متاثر شوم او شعر يې هم اوس ډېر خوند راکوي، نه پوهېږم چې څه وجه به وي، کړاو، تپان، رفيق ميران، احسان الله مهجور، ارمان لېونی، حميد شجاع،  تاسې به نه ښيم، ځکه چې د دوی په نسبت  تاسې په سپين ګيرو کې راځئ ( خندا) خوږمن دی جلان دی او نور به څه درته وايم اوس د ټولو نومونه ذهن ته نه راځي.
پوښتنه: فکر کوم چې زيات وګړي چې شعر ليکي له شعر سره سره ليکوالي يا په بله مانا نثر هم ليکي؛ خو په پکتيا کې بيا چې ګورو ټول شعر ته لګيدلي دي او د نثر ليکوال ډېر کم دي، په دې اړه ته څه وايې؟
ځواب: خو دا هم يوه وجه او علت لري، شعر که  هم څه په مطالعې، رياضت او مشاهدې سره پخيږي؛ خو بيا هم شعر د خوشال بابا خبره فطرتي شی دی او ډېر په الهام پورې اړه لري شعر په شاعر رانازيليږي؛ مګر کره کتنه په ليکوال نه رانازيليږي، څېړنه، تحقيق، کيسه ليکنه، نثر ليکنه علمي او اکاډميک کارونه دي؛ نو دا چې په ځوانانو کې دې شي وده نه ده کړې، د هغې وجه داده، چې زمونږ ځوانان لا اکاډميک نه دي، اوس که يو ځوان وي هغه په لېسه کې درس وايي دا نو نشي کولای چې کره کتنه وکړي، البته که يو ځوان وي له پوهنتونه فارغ وي يو څه تجربه ولري، کېدای شي يو څه کار پرې وکړي، لکه چې ومې ويل دا کارونه علمي کارونه دي د الهام په څېر په انسان رانازيليږي نه، هڅه او کوښښ غواړي رياضت او مطالعه غواړي او بالاخره د ځينو اکاډميکو اصولو او لارو تعقيبول غواړي.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.